د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال مولوي قدرت الله جمال پروان ولایت ته سفر وکړ او له سیمهییزو مسولینو سره يې وکتل.
اطلاعات او کلتور وزارت وایي، دې کتنه کې د ټولنې د کلتوري ودې پر اهمیت، د دیني او ملي ارزښتونو پر ساتنه او د لرغونو سیمو د ساتنې له لارې د ګرځندوی صنعت پر وده ټینګار شوی.
نوموړي د پروان د اطلاعاتو او کلتور ریاست فعالیتونه او پروګرامونه ارزولي او د دې ریاست هڅې یې ستایلې دي.
ښاغلي جمال کلتوري وده او د ځوانانو ظرفیت لوړول د اطلاعاتو او کلتور وزارت اساسي لومړیتوبونه بللي او په دې برخه کې یې د پروان ولایت مقام د هر اړخیزه ملاتړ غوښتنه کړې ده.

