د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زېلینسکي د سوریې له لنډمهالي ولسمشر احمد الشرع سره د لیدنې پر مهال د کېیف او دمشق ترمنځ د ډیپلوماتیکو اړیکو د بیا پیل اعلان کړی دی.
زېلینسکي پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، چې اوکراین او سوریې د خپلو ډیپلوماټیکو اړیکو د بیا پیل لپاره یوه ګډه اعلامیه لاسلیک کړې او هوکړه یې کړې، چې خپلې اړیکې به د متقابل درناوي او باور پر بنسټ را ژوندۍ کړي.
د یادونې وړ ده، چې د اوکراین او سوریې تر منځ ډیپلوماټیکې اړیکې په ۲۰۲۲ زېږدیز کال کې پرې شوې وې.

