هندي رسنیو د یو شمېر باخبره سرچینو په حواله راپور ورکړی، چې ښایي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د روان زېږدیز کال د ډسمبر میاشتې پر پینځم او شپږم تاریخ دغه هېواد ته سفر وکړي.
د راپور له مخې، دا به د روسیې او اوکراین ترمنځ د جګړې له پیل وروسته هند ته د پوتین لومړنی سفر وي.
د دې سفر اعلان په داسې مهال کېږي، چې له روسیې سره د هند د سوداګریزو اړیکو پر سر د واشګنټن او نوي ډیلي ترمنځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

