ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزارت له لوري د زړه ناروغیو په اړه د عامه پوهاوي غونډه وشوه

د عامې روغتیا وزارت وايي، د زړه ناروغیو په تړاو د عامه پوهاوي غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني، د وزارت مرکزي رییسان، د روغتیا نړیوال سازمان او د رسنیو استازو ګډون کړی و.

په غونډه کې د زړه ناروغیو د کنټرول او مخنیوي په اړه هر اړخیزې ویناوې وړاندې شوې.

مولوي عبدالولي حقاني د زړه ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره سالم ژوندانه عادتونه، د متوازنو خوړو کارول او له نشه یي توکو څخه ډډه کول اړین وبلل او ویې ویل: «عامې روغتیا وزارت د هېواد په کچه د زړه ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لپاره دوامدارې هڅې کوي، چې په دې لړ کې د عامه پوهاوي پروګرامونه هم شامل دي.»

همداراز د عامې روغتیا وزارت د مقام د دفتر لوی رییس شیخ محمد طاهر حلیم د اسلام له نظره د زړه د ارزښت او اهمیت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه او ګډونوالو ته یې د زړه د سالم ساتلو په اړه معلومات وړاندې کړل.

په همدې ډول د عامې روغتیا وزارت د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي لوی رییس ډاکټر حیدر خان حیدر وویل، د زړه د ناروغیو شاوخوا ۸۰ سلنه مخنیوی د وقایې له لارې ممکن دی؛ نو باید په خوړو کې د مالګې، بورې او غوړو له زیات استعماله ډډه وشي.

بل لور ته، د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر عبدالوهاب هم د زړه ناروغیو د مخنیوي په اړه وینا وکړه او زیاته یې کړه، چې غیر ساري ناروغۍ اوس هم د مړینو تر ټولو ستر لاملونه دي.

د نوموړي په وینا، هر کال د زړه د ناروغیو له امله په نړیواله کچه نږدې ۱۸ میلیونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي، چې د دې کچې د راټیټولو لپاره باید د عامه پوهاوي پروګرامونه لا ډېر شي.