ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ شهاب‌الدین دلاور د زلزله‌ځپلو له لنډمهالي پنډغالي څخه لیدنه وکړه

د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شیخ شهاب‌الدین دلاور د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د زلزله‌ځپلو له لنډمهالي پنډغالي څخه لیدنه وکړه.

افغاني سره میاشت وايي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي دلاور د سرې میاشتې خدمتونه ارزولي او ویلي یې دي، په ټول توان سره هڅه کوي، څو زلزله ځپلو ته پر وخت بشري خدمتونه وړاندې کړي.

نوموړي زیاته کړې، سره میاشت هڅه کوي، چې زلزله‌ځپلي بېرته عادي ژوند ته را وګرځي.