حماس اسلامي غورځنګ په یوې اعلامیه کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند د وړاندې شوې طرحې یو شمېر اساسي برخې چې پکې د ټولو اسرائیلي بندیانو خوشې کول او د غزې تړانګې د اداره کولو چارې خپلواکو فلسطیني چارواکو (تخنیکپوهانو) ته سپارل دي منلي دي.
دغهراز حماس په دې اعلامیه کې د دې غورځنګ د بېوسلو کولو په اړه چې د ټرمپ د وړاندې شوې طرحې مهمه برخه ده، څه نه دي ویلي.
د حماس له اعلامیې وروسته ډونالډ ټرمپ په یوه ویډیويي پیغام کې ویلي: “ دا پرمختګ بې سارې دی او باور لري، چې حماس «تلپاتې سولې» ته چمتو دی.”
ټرمپ دغه راز د حماس له ځواب وروسته له اسرائیلو غوښتي، چې سمدلاسه دې پر غزه تړانګه خپل بریدونه ودروي.
د دې ترڅنګ چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوربند د ۲۱ مادهییزې طرحې په تړاو خبرې روانې دي، صهیونیستي رژیم پر غزه تړانګه خپلو بېرحمه بریدونو ته دوام ورکړی او تېره ورځ (جمعه، د تلې ۱۱مه) د دغو بریدونو له امله په غزې تړانګه کې لږترلږه ۷۲ فلسطینیان شهیدان شوي.
الجزیرې خبرٍي شبکې راپور ورکړی، چې له تازه تلفاتو سره د ۲۰۲۳ زېږدیز کال د اکټوبر میاشتې له اوومې نېټې راهیسې د صهیونیستي رژیم د بریدونو له امله د شهیدانو شمېر له ۶۶ زره او ۲۸۸ او د ټپیانو شمېر بیا له ۱۶۹ زره او ۱۶۵ تنو څخه واوښتو.

