ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د عامې روغتیا وزیر د ایران له سفیر سره په روغتیایي همکاریو خبرې کړي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي د افغانستان لپاره د ایران له سفیر علي رضا بیکدلي سره لیدنه کړې.

 په دې لیدنه کې د بامیان والي مولوي عبدالله سرحدي، د یاد ولایت قومي مشرانو او یو شمیر نورو چارواکو ګډون کړی وو.

 د عامې روغتیا وایي، چې په دې لیدنه کې د افغان روغتیایي کارکوونکو پر ظرفیت لوړونې، عمومي روغتونونو ته د طبي تجهیزاتو برابرولو، د کابل افشار او بامیان ولایت کې جوړیدونکو روغتونونو د چارو پر څرنګوالي، سرطان او ځینو نورو مهمو طبي برخو کې د روغتیايي کارکوونکو په ظرفیت لوړونې خبرې شوې دي.

له بلې خوا، د ایران سفیر ښاغلي بیکدلي د روغتیا په برخه کې پر دوامداره همکارۍ ټینګار کړی او د لا زیاتو همکاریو ډاډ یې ورکړی دی.