ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سالنګ له لارې له شمال څخه کابل ته د تېلو را لېږد پیل شو

د ټولګټو وزارت د تخنیکي مرستیال په مشرۍ د بې کیفیته تېلو مخنیوي پلاوي د سالنګ لویې لارې د بیارغونې له چارو تر کتنې او له اړونده مسولینو سره تر خبرو وروسته پرېکړه کړې، چې له شمال څخه به هغو لس ټایره ټانکرو ته چې د نفتو او ګازو د دولتي شرکت د حیرتان او اقینې بندرونو له مدیریتونو معرفي شوي، کابل ته د تېلو د لېږد اجازه ولري.

 د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت وایي، چې دغه پرېکړې به د جمعې له شپې عملي شي او په دې سره به کابل او سویلي ولایتونو کې د تېلو بیې راټیټې او د سړک د رغونې چارې خوندي شي.

 ښاغلي فطرت زیاته کړې؛ هغه خالي ټانکر چې له کابل څخه ستنېږي، بدیله لار به کاروي.