ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د افغانستان او د ترکمنستان ترمنځ د ګډو همکاریو او پروژو چارو چټکتیا هوکړې پروتوکول لاسلیک شو

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او د ترکمنستان هېواد د انرژۍ وزارت د نړیوالو پروژو عمومي رییس مراد ارتیکوف ترمنځ له دوه ورځنیو ناستو څخه وروسته چې پکې د ترکمنستان هېواد څخه افغانستان ته د برېښنا په اوسنیو او پلاني لېږد پروژو، د روانو پروژو د چارو په لا چټکتیا او د برېښنا برخه کې د دواړه هېوادونو همکاریو پر پیاوړتیا هوکړې او ژمنې وشوې، ګډ پروتوکول لاسلیک شو.

دغه‌راز تېرو دوو ورځو کې د افغانستان برېښنا شرکت تخنیکي ټیمونو او یاد پلاوي ترمنځ د بادغیس ولایت بالامرغاب ولسوالۍ، د جوزجان ولایت خماب او قرقین ولسوالیو ته د برېښنا رسونې په پروژو، هرات ولایت ته د وارداتي برېښنا په کچه کې زیاتوالي او د برېښنا کیفیت لوړول، ترکمنستان هېواد څخه تر کابل پورې د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږدیز مزي پروژې چارو پرمختګ په اړه تفصیلي ناستې ترسره او یو لړ هوکړې وشوې.

 د دې ترڅنګ له ترکمنستان څخه افغانستان او پاکستان ته د ۵۰۰ کېلوولټ برېښنا لېږد پروژې (TAP) په اړه د ګومارل شوې تخنیکي کمېټې او یاد پلاوي تر منځ د پروژې چارو لا ښه پرمخ وړلو او چټکتیا په موخه بحث ترسره او لوریو هیله مندي وښوده چې په دې برخه کې به نږدې راتلونکي کې د پام وړ پرمختګونه وشي.

د افغانستان برېښنا شرکت رهبري غواړي د هېواد صنعت، سوداګرۍ، کرنې برخو د لا ودې او پراختیا لپاره د برېښنا خدماتو پر پراختیا او پیاوړتیا ګړندی کار وکړي او ټولې هڅې یې د چارو پر چټکتیا او کیفیت لوړونه متمرکزې کړي دي.