ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

هند په افغانستان کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړ

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي سره د یوې ګډې ناستې پرمهال اعلان وکړ، چې دغه هېواد په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د سفارت کچې ته لوړ کړ.

دغه راز په دې ناسته کې ښاغلي شنکر ویلي، چې هند په بشپړه توګه د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا، ملي واکمنۍ او خپلواکۍ ته ژمن دی. 

د هند د بهرنیو چارو وزیر جی شنکر، په نوي ډیلي کې د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیر خان متقي سره په ګډه غونډه کې اعلان وکړ، چې هېواد یې په افغانستان کې شپږ نوي پروژې پلي کوي.

ښاغلي شنکر زیاته کړه، چې هند به د افغانستان روغتونونو ته ۲۰ امبولانسونه او یو شمیر طبي تجهیزات او واکسینونه هم ورکړي.

همدارنګه نوموړي د هندي شرکتونو له لوري د افغانستان پر کاني سرچینو پانګونې ته د چمتووالي د اعلان ترڅنګ له زلزله‌ځپلو او راستنېدونکو  سره د مرستې ډاډ ورکړی دی.

د یادونې وړ ده، چې د افغانستان بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي تېره ورځ هند ته تللی او ټاکل شوې ده، چې څو ورځې به مهمې لیدنې ولري.