ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي نور جلال جلالي او د چین سفیر لیدنه؛ د میرویس او الشفاء روغتونونو د بیا رغونې او تجهیز په اړه خبرې شوي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي په کابل کې د چین له سفیر ژاوشېنګ او مل پلاوي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د چین له لوري د کندهار ولایت میرویس حوزوي روغتون او د کابل الشفاء روغتون د بیا رغونې، پراختیا او د عصري طبي تجهیزاتو برابرېدو په اړه خبرې شوې دي.

همدارنګه په دې لیدنه کې ښاغلي جلالي د چین له سفیر او تخنیکي ټیم څخه د میرویس سیمه‌ییز روغتون بیا رغونې او پراختیا برخه کې د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه کړې ده.

بل لور ته د چین سفیر خپلو دوامداره همکاریو ته په اشارې د میرویس سیمه‌ییز روغتون بیا رغونې او پراختیا، روغتیایي کارکوونکو د ظرفیت لوړولو او د اړینو طبي تجهیزاتو برابرولو اړوند د بشپړې همکارۍ ډاډ څرګند کړی او ویلي یې دي، په نږدې راتلونکې کې به روغتیا وزارت سره د ګډې همغږۍ له لارې د میرویس سیمه‌ییز روغتون د بیا رغونې او پراختیا چارې پیل شي. نوموړي همداراز زیاته کړې، هڅه کوي د الشفاء روغتون اړوند هم خپله هر اړخیزه همکاري وکړي.