ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ملا نورالله نوري: د شهیدانو، کونډو او یتیمانو کورنیو خدمت زموږ ملي دنده ده

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ملا نورالله نوري د ميدان وردګ ولايت د نرخ ولسوالۍ له قومي مشرانو، علماء کرامو او مخورو سره لیدنه وکړه.

په دغه لیدنه کې ښاغلي نوري د يادې ولسوالۍ له مشرانو او خلکو سره په خبرو کې وويل، افغانستان ته چې هر ځل اشغالګر راغلي افغان ولس یې په مېړانه مقابله کړې ده.

نوموړي همداراز زياته کړه، هغه ملت چې هدیرې یې په شهیدانو ډکې دي او کورونه يې له کونډو او يتېمانو خالي نه دي خدمت یې زموږ دنده ده.

دغه‌راز ښاغلي نوري د اسلامي امارت د حاکميت لپاره د افغانانو بې شمېره قربانۍ وستايلې او ژمنه یې وکړه چې د ولس غوښتنې به تر اړوندو مشرانو ورسوي ترڅو د حل لارې چارې يې ولټول شي.

په ورته مهال، قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې د امنیت، عدالت او یووالي د ټينګښت له امله خوښي وښوده او د میدان وردګو د ولس نه‌هېرېدونکې قربانۍ یې د تېرو ۲۰ کلونو جهاد په لړ کې د پام وړ وبللې.

دوی همدا راز له ښاغلي نوري سره خپلې سيمه‌ييزې ستونزې هم شريکې کړې.