ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

زلمي خلیل‌زاد: تېرو لسیزو کې اسلام‌اباد له هغو کسانو ملاتړ کړی چې په افغانستان کې یې بې‌ثباتي رامنځته کړې

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په افغانستان کې د اسلامي امارت د حاکمیت په تړاو د پاکستاني حکومت وروستیو څرګندونو ته په اشاره ویلي، چې پاکستانی حکومت دې نورو هېوادونو ته نه غوښتل شوې مشورې نه ورکوي؛ بلکې خپل ګډوډ حالت ته دې پام وکړي او خپلې سیاسي چارې دې سمې کړي.

ښاغلي خلیلزاد زیاته کړې، چې په تېرو لسیزو کې اسلام‌اباد تل له هغو کسانو ملاتړ کړی، چې په افغانستان کې یې ګډوډي او بې‌ثباتي رامنځته کړې ده.

د افغانستان لپاره د امریکا دغه پخواني استازي دغه راز ویلي، چې پاکستان د پوځ له لوري اداره کېږي او د خپل هېواد تر ټولو مشهور مشر عمران خان یې زنداني کړی دی او دروغجنې ټاکنې یې ترسره کړې دي.