عامې روغتیا وزارت په لومړي ځل هېواد کې د “ډياینای” معایناتو لابراتوار پرانیست.
د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي، چې د دې څانګې په فعالېدو سره به د عدلي طب په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
ښاغلي جلالي زیاته کړې، وروسته له دې به د هغو جسدونو پېژندنه اسانه شي، چې د ظاهري بڼې له مخې یې تشخیص ستونزمن وي.
د دې وزارت د روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني ویلي، ژمن دي چې په هېواد کې د “ډياینای” معایناتو لابراتور د پراختیا لپاره اړینې تخنیکي، مالي او انساني سرچینې برابرې کړي.

