ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

خلیفه سراج الدین حقاني: له ولس سره عاجزانه او ښه چلند باید د ټولو لومړیتوب وي

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقاني پکتیکا ولایت دیلي ولسوالۍ ته د سفر په ترڅ کې خلکو سره په یوه ولسي ناسته کې کډون او وینا وکړه.

 خلیفه سراج الدین حقاني په دې ناسته کې د ملي یووالي او د ولس او حکومت ترمنځ د یووالي پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او ویې ویل: «څنګه چې د جهاد پر وخت یو موټی وو، اوس هم باید یو موټی پاتې شو او ملي ګټې پر شخصي ګټو وړاندې وګڼو.»

نوموړي زیاته کړه، افغانانو ته دین او هېواد دواړه مهم دي او د پیاوړې اسلامي عقیدې په لرلو سره باید په ګډه سره د هېواد پرمختګ لپاره کار وکړو.

دغه‌راز خلیفه سراج الدین حقاني د اسلامي امارت غېږه ټولو افغانانو ته پرانیستې وبلله او پر ملي یووالي یې ټینګار وکړ.

 نوموړي امنیتي ځواکونو ته سپارښتنه وکړه، چې خلک په نرمۍ د اسلامي ارزښتونو پر لور رهبري کړي او له هغوی سره نېک چلند وکړی، د جهاد بدله به په اخرت کې غواړو او موږ د حاکمانو په توګه خلکو ته امتیاز ورکوو، تر څو هېواد مو سوکاله او اباد شي.

خلیفه سراج‌الدین حقاني همداراز وویل، له ولس سره عاجزانه او ښه چلند باید د ټولو لومړیتوب وي او مجاهدین باید له غرور څخه ځانونه وساتي.