ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د اسلامي همکاریو سازمان له استازو او د اسلامي هېوادونو له دیني علماوو سره غونډه وکړه

د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي د اسلامي همکاریو سازمان له استازو او د اسلامي هېوادونو د علماء کرامو پلاوي سره ناسته وکړه.
په دغې ناستې کې د بهرنیو چارو د سرپرست وزیر تر څنګ د بهرنیو چارو، شهداء معلولینو چارو وزارتونو مرستیالانو او د کابل د علماء کرامو شوراء غړو او شیوخو عزامو، د اسلامي همکاریو سازمان مرستيال، دکتور طارق بخيت، او لوړپوړو غړو، د سعودي عربستان، ترکيی، پاکستان، عربي متحده اماراتو، بحرين، اردن، ماليزيا، اندونيزيا، چاد، ګينيا او د اسلامي نړۍ د نورو هيوادونو مخورو او مشهورو علماء کرامو، د نړیوالې اسلامي فقهې نړيوالې اکاډمۍ عمومي رئيس، دکتور قطب سانو، او استازو او د اسلامي هيوادونو يو شمېر سفيرانو او سياسي استازو ګډون درلود..
د ناستې په پیل کې ښاغلي متقي د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه راغلو علماء کرامو ته ښه راغلاست وویل او د دوی په راتګ یې خوښي څرګنده کړه. دغه راز یې د هیواد د وضعیت او د اسلامي امارت د بشپړ حاکمیت را وروسته په هیواد کې د مستحکم شوي اسلامي نظام له برکته رامنځته شويو مثبتو تحولاتو او لاس ته راوړنو په تړاو هراړخيز معلومات ورکړل. مولوي امیرخان متقي د خپلو خبرو په جریان کې د اسلامي همکاریو له سازمان او اسلامي هیوادونو څخه وغوښتل چې د افغان ولس او حکومت ننګه وکړي او هیله یې څرګنده کړه چې دوی به په افغانستان کې په خپلو سترګو لیدلی حالت او موجود وضعیت او واقعیتونه تر خپلو، چارواکو، ولسونو او نړیوالو ورسوي.
د بهرنیو چارو وزیر وویل: د دې وخت رارسېدلی چې نړیوال او په ځانګړي ډول اسلامي هیوادونه په افغانستان کې له رامنځته شويو فرصتونو څخه سالمه ګټه ترلاسه کړي او دلته د پانګونې تر څنګ په بېلابېلو برخو کې د دوه اړخیزو ګټو په نظر کې نیولو سره اقتصادي پروژې په لار واچوي.
دغه راز راغلو علماء کرامو په خپل وار سره خبرې وکړې، افغانستان ته په راتګ یې خوښي څرګنده او داسلامي امارت له ښې او درنې مېلمه پالنې او استقبال څخه یې مننه وکړه. هغوی په خپلو ویناوو کې د افغانستان فعلي وضعیت د تصور او ناسمو خپرو شویو اوازو خلاف د ډاډ وړ وباله او د افغان ولس د شل کلن جهاد په پایله کې د حاکم شوي اسلامي نظام ښه ستاینه یې وکړه.
د علماوو کرامو پلاوي په تیرو دوو کلونو کې د فساد او مخدره موادو د مخنیوي، د معتادینو د درملنې او په هیواد کې د سرتاسري امنیت د ټینګښت او ثبات د رامنځته کېدو په برخه کې د اسلامي امارت د اغېزمنو او چټکو ګامونو یادونه وکړه او دا یې پر افغانانو د الله تعالی ځانګړي رحمتونه او نعمتونه وبلل.
همدارنګه نړیوالو علماء کرامو خوښي څرګنده کړه چې افغان حکومت په خپله اډانه کې دیني علماء کرام چې د پیغمبرانو ورثه دي مسؤلین لري او هم یې په دولتي چارو کې د مشاورینو په ډول له ځان سره ټاکلي دي. هغوی ژمنه وکړه چې دوی به د افغان ولس او حکومت د سفیرانو په ډول د افغانستان حقیقي وضعیت چې په خپلو سترګو یې ولید تر خپلو حکومتونو، ولسونو او نړیوالو رسوي.
ورپسې په نوبتوار ډول د بهرنیوچارو وزارت سیاسي مرستیال شیرمحمد عباس ستانکزي، د مرکزي دارالعلوم استاذ شیخ الحدیث مولوي محمد اسماعیل، د شهداء او معلولینو وزارت مرستیال شیخ عبدالحکیم، د هرات والي شیخ نور احمد اسلام جار، د کابل د علماوو د شورا غړي شیخ عبدالحمید حماسي هر اړخیزې ویناوې وکړي.

ټولو ويناوالو له اسلامي هیوادونو سره د دوه اړخيزو اړيکو او خپلمنځي همکاریو د‌ پياوړتيا هیلې څرګندې کړې.