د افغانستان کرکټ بورډ د پکتیکا ولایت د ارګون ولسوالۍ د هغو اتلو لوبغاړو د شهادت له امله ژوره خواشیني څرګندوي، چې له یوې دوستانه لوبې وروسته پرون ماښام د پاکستاني رژیم د یوه ناځوانمردانه برید ښکار شوي دي.
په دې زړه بوږنوونکې پېښه کې د ارګون ولسوالۍ د کبیر، صبغت الله او هارون په نوم د درې لوبغاړو په ګډون ۸ تنه شهیدان شوي او ۷ تنه نور هېوادوال ټپيان شوي دي.
دغه لوبغاړي پرون ماسپښین په یوه سیمهییزه لوبه کې د ګډون په موخه د پکتیکا ولایت مرکز ښرنې ته راغلي و، چې له لوبې وروسته بېرته ارګون ولسوالۍ ته ستانه شوي او هلته د دمې لپاره په یوځای راټول شوي و، د یاد برید ښکار شوي دي.
افغانستان کرکټ بورډ مشرتابه دا پېښه د افغان ورزشکارانو، لوبغاړو او د کرېکټ د کورنۍ لپاره ستره ضایعه بولي، او د شهیدانو له درنو کورنیو، او د پکتیکا له خلکو سره خپله ژوره خواخوږي او غمشریکي څرګندوي.
الله (ج) دې شهیدانو ته فردوس جنتونه ورپه برخه کړي، ټپیانو ته دې بېړنۍ روغتیاورکړي او د دې غمیزې اغېزمنو کورنیو ته د زغم، اجر او جمیل صبر غوښتنه کوو.
د یادونې وړ ده چې افغانستان کرکټ بورډ د دغه برید په غبرګون کې او د قربانیانو د درناوي په موخه، د پاکستان پر وړاندې راتلونکې شل اوریزې سیالۍ، چې ټاکل شوې وه د نومبر میاشتې په وروستیو کې ترسره شي، لغوه کوي او په یاده درې اړخیزه لوبلړۍ کې د نه ګډون پرېکړه کوي.
انا لله و انا الیه راجعون

