د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پر خپله اېکس پاڼه د پاکستان له خوا په پکتیکا ولایت کې د ملکي وګړو او کرېکټ لوبغاړو شهادت ته په اشاره ویلي، چې پاکستان ته ولې دا د منلو وړ نه ده، چې هغه ګاونډی هېواد چې له کلونو راهیسې یې دوی د ځپلو هڅه کړې، اوس لږ په سوله او ارامۍ کې ژوند وکړي.
خلیلزاد زیاته کړې، قطر وتوانېده، چې دواړه هېوادونه د ۴۸ ساعته اوربند غځېدو ته قانع کړي، خو پاکستان دغه اوربند مات کړ.
خلیلزاد د یوې پوښتنې په مطرح کولو سره د پاکستان رښتینولي ننګولې او پوښتلي یې دي، چې ایا پاکستان ریښتینی ګاونډی دی؟ که وي، نو پر افغانستان دې بریدونه ودروي.

