مالیزیا کې د افغانستان سفارت سرپرست نقیب الله احمدي د ۲۰۲۶ کال د دیني مشرانو په درېیم نړیوال کنفرانس کې ګډون وکړ.
مالیزیا کې د افغانستان سفارت وایي، په دغه کنفرانس کې د مالیزیا لومړي وزیر داتو سري انور ابراهیم په شمول نورو لوړو پوړو مالیزیایي چارواکو او د بېلابېلو هېوادونو دیني مشرانو، علماوو او نړیوالو استازو ګډون کړی وو.
د یاد سفارت په وینا، دغه کنفرانس د دیني همغږۍ، سولهییز ګډ ژوند، ټولنیز تفاهم، د ځوانانو ځواکمنتیا او د دیني مشرانو د رغنده رول پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و، چې د بېلابېلو دینونو او ټولنو ترمنځ د تفاهم، همکارۍ او سولهییز ژوند د ودې لپاره مهم نړیوال پلیټفارم بلل شوی دی.

