ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

سعودي عربستان د افغانستان او پاکستان تر منځ د اوربند هرکلی وکړ

د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند د هوکړې لاسلیک او د دايمي سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د دایمي میکانېزمونو د جوړولو هرکلی کړی.

د دغه وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، سعودي عربستان ژمنه کوي، چې د پاکستان او افغانستان د امنیت، ثبات او هوساینې لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

سعودي عربستان دغه راز په دې پروسه کې د قطر او ترکیې له هڅو هم مننه کړې ده او هیله یې څرګنده کړې، چې دا مثبت ګام به د دواړو هېوادونو ترمنځ رامنځته شوي کړکېچ ته د پای ټکی کېږدي.