د رياست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند د ټاپي پروژې تطبيق کوونکي شرکت (ترکمن ګاز) له مسولينو سره وکتل.
د ترکمن ګاز شرکت مسولینو د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې د کاري پرمختګونو په اړه معلومات شريک کړل.
دوى وویل، اوسمهال د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې چارې ۱۴ کيلومتره پرمخ تللې دي او ۷۰ کيلومتره نوره فاصله هم د پايپ غځولو لپاره چمتو شوې ده.
د ترکمن ګاز شرکت د مسولينو په خبره، د ۳۰ کيلومترو لپاره پايپونه جوړ شوي، چې په راتلونکې مېاشت کې به يې د نصب او غځولو چارې بشپړې شي.
د دوی په خبره چې د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې کارونه په ښه ډول روان دي او اسلامي امارت ورته هر ډول اسانتياوې برابرې کړې دي.
دغو مسولینو داهم وویل، چې په راتلونکي يو کال کې به په افغانستان کې د دې مهمې سيمهييزې پروژې چارې بشپړې کړي.
ملا عبدالغني برادر اخوند د دوى د ترسره شویو کارونو ستاينه وکړه او د پروژې د چارو پر کيفيت يې ټينګار وکړ.

