روسیې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اوربند هرکلی وکړ.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې په خپرولو سره د اسلامي امارت او پاکستان د مذاکراتو او له ډيپلوماټیکو لارو د اختلافاتو حل د دواړو هېوادونو تر منځ د سولې د ساتنې بنسټ او د سیمې د امنیت د ټینګښت لپاره مهم عامل بللی دی.
همدا راز روسیې له دواړو هېوادونو غوښتي چې خپلې همکارۍ پراخې کړي.

