د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز پرون (دوشنبه، د اکتوبر ۲۰مه) په سپینه ماڼۍ کې د کاني توکو په برخه کې یو مهم هوکړهلیک لاسلیک کړ.
د رویټرز د راپور له مخې، دا هوکړهلیک پر نړیوال بازار د چین د برلاسۍ په مقابل کې لاسلیک شوی دی.
د دې هوکړهلیک له مخې به دواړه هېوادونه په راتلونکو شپږو میاشتو کې په امریکا او کاناډا کې پر یو شمېر پروژو یو میلیارد ډالر پانګونه کوي.
داسې ویل کېږي، چې اوسمهال ۷۰ سلنه نادره کاني عناصر د چین په واک کې دي.

