د تولګټو وزارت د اوسپنې پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ تخنیکي ټیم ترکیه کې د منځني ختیځ د سیمهییز دفتر له لارې د بار لېږد کاري ګروپ په نهمه تخنیکي غونډه کې کډون کړی.
په دغه تخنيکي غونډه کې، د هېوادونو ترمنځ د تخنیکي، مدیریتي او اداري موضوعاتو (د غړو هېوادونو په پولو کې د ګمرکي عملياتو د قوانينو او مقرراتو د يوشان کولو، د ګډو او څو اړخيزو انتقالاتو پرمهال د معلوماتو همشکل کولو، د اوسپنې پټلۍ د همکاريو سازمان (UIC) او نورو سازمانونو په ځانګړي ډول د بين الحکومتي OTIF سازمان ترمنځ د ګډو فعاليتونو د وضعيت او څرنګوالي) په تړاو هر اړخیزې خبرې شوې دي.
دغه راز د اوسپنې پټلۍ د نړیوالې اتحاديې (UIC) په ۳۶مه سيمه ييزه غونډه کې د سیمې د هېوادونو ترمنځ د اوسپنیزې کرښې د بېلابېلو موضوعاتو په تړاو خبرې هم شوي او د غړو هېوادونو له لوري د ۳۵مې ناستې صورت جلسه تایید او تصویب شوې ده.
په دغه غونډه کې د ټولګټو وزارت تخنیکي پلاوي د افغانستان د اوسپنې پټلۍ د څېړنو، ډیزاین، جوړولو، بهره بردارۍ او د اوسپنې پټلۍ د زیربناوو د ساتنې او څارنې په برخه کې فعالیتونه، پرمختګونه او لاسته راوړنې د منځني ختیځ د دفتر له مدیریت او غړو سره د یو پریزینټېشن له لارې شریک کړي، چې د ناستې د غړو له لوري تایید او ستایل شوي دي.
د یادونې وړ ده، چې په یاد سازمان کې د ۸ هېوادونو ترڅنګ، ۹ خصوصي شرکتونه او بنسټونه هم د غړيتوب امتیاز لري، د افغانستان اسلامي امارت د ټولګټو وزارت د اوسپنیزې کرښې د مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحبزاده په مشرۍ د دغه وزارت د بهره بردارۍ رییس عبدالوکیل شیراني، د وزارت مقام تخنیکي سلاکار انجنیر عبد الباري صدیقي په دغه غونډه کې په حضوري ډول ګډون کړی وو.

