ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

پاکستاني لوري ته د افغان پلاوي مسوده؛ پاکستان باید د افغانستان هوايي حریم نقض نه کړي

د افغانستان مذاکراتي ټيم له ۱۵ ساعته پرله‌پسې بحثونو وروسته تېره شپه دوې بجې پاکستاني لوري ته خپله نهايي شوې مسوده وسپارله.

په دې مسوده کې په دې تمرکز شوی، چې پاکستان د افغانستان ځمکنی او هوايي حريم نقض نه کړي او د افغانستان پر ضد هېڅ ډلې يا مخالف ته اجازه ورنه کړي، چې د پاکستان خاروه زموږ د هېواد پر ضد وکاروي.

همداراز چمتووالی ښودل شوی، چې د اوربند د هوکړې د تعقیب په موخه يو څلور اړخيزه چينل جوړ شي، څو د سرغړونو ارزونې او معلومات پکې تبادله کړل شي.

پاکستاني لوري ته د افغانستان مسوده سپارل شوې او په مقابل کې یې د پاکستان دویمه مسوده هم شپږ بجې افغانستان ته سپارل شوې ده.

نن دوولس بجې به يو وار بيا دواړه ټیمونه د منځګړو په حضور کې سره يو ځای کيږي او کوښښ به کوي، چې يوې نهايي پایلې ته ورسيږي.