د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه په مرمرینه ماڼۍ وشوه.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، د اقتصادي کمېسیون دې غونډې ته له اجنډا سره سم په بېلابېلو ولایتونو کې د شاوخوا دوه میلیارده او ۲۷۴ میلیون افغانیو په ارزښت د پانګونې لس طرحې د تایید لپاره وړاندې شوې، چې له هر اړخیزې ارزونې وروسته تایید شوې دي.
یاد معاونیت زیاته کړې، په دې طرحو کې د تخار ولایت په خواجه غار ولسوالۍ کې دوه پوړیز سوداګریز مارکېټ، د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان ښار کې د پینځه پوړیز سوداګریز مارکېټ، د خوست ولایت په مرکز کې د لس پوړیز سوداګریز مارکېټ، د لغمان ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د پینځه پویز مارکېټ، د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د اته پوړیز سوداګریز مارکېټ او د کابل ښار په لومړۍ ناحیه کې د اته پوړیز سوداګریز مارکېټ جوړول شامل دي.
دغهراز په دې طرحو کې د کابل ښار په لسمه ناحیه کې د ۲۰ پوړیزې سوداګریزې او استوګنیزې ودانۍ جوړول، د ننګرهار ولایت د مرکز جلا اباد ښار په وچ ډنډ سیمه کې د ځمکتلي سوداګریز مارکېټ جوړول او د هرات ولایت په اسلام کلا سوداګریز بندر کې د سوداګریز کمپلکس جوړول چې د اړتیا وړ ټول امکانات به ولري شامل دي.
د هرات ولایت په ګذرې ولسوالۍ کې په ۱۵۰ جریبه ځمکه د میوه لرونکو ونو د پالنې د قوریې جوړول بله طرحه وه، چې په دې غونډه کې تایید شوه.
د یادونې وړ ده، چې د پانګونې پورته ذکر شوې طرحې د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت تر چتر لاندې د پانګونې بینالوزارتي کمېټې له لوري په هر اړخیز ډول څېړل شوې او د تاییدۍ په موخه اقتصادي کمېسیون ته واړندې شوې وې.
د ریاستالوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې یادې پرېکړې د نهايي تصمیم نیونې په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین شیخ حفظهالله تعالی دفتر ته واستول شوې.

