د افغانستان او پاکستان تر منځ د استانبول په روانو مذاکراتو کې پر ډېری مواردو هوکړه شوې او ټاکل شوې، په یو څو محدودو موضوعاتو هم د نن ورځې تر پایه هوکړه وشي.
ټاکل شوې د دې مذاکراتو په پای کې د اوربند غځېدو، د لارو خلاصون، د زندانیانو د خوشې کېدو، د راتلونکې ناستې د وخت او ځای د ټاکلو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه یوه ګډه اعلامیه خپره شي.
داسې اټکل کېږي، چې دغه مذاکرات به د نن شپې تر ناوخته دوام ومومي.

