ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي نورجلال جلالي: د شري او ګوزڼ ناروغیو سره مبارزه د عامې روغتیا وزارت له لومړیتوبونو څخه دي

د عامې روغتیا وزیر مولوي نورجلال جلالي د واکسین او معافیت نړیوالې ټولنې“ ګاوي “ د افغانستان لپاره مشرې اغلې ویرونیکا ماویا، د روغتیا نړیوال سازمان او یونسیف سازمان استازو او ګډ پلاوي سره لیدنه کړې.

د عامې روغتیا وزارت وايي، چې په دې لیدنه کې ښاغلي جلال جلالي د خپلو خبرو په ترڅ کې د لمړنیو روغتیایي خدماتو پر پراختیا او ملاتړ، د روټین واکسین برخې خدماتو پر لا نورې پراختیا، د روغتیایي خدماتو برخه کې د روغتیا وزارت پر لمړیتوبونو او د ګاوي بنسټ له لوري د تر سره کیدونکو همکاریو اړوند خبرې کړې دي.  

مولوي نورجلال جلالي د شري، ګوزڼ او نورو ساري ناروغیو سره مبارزه د عامې روغتیا وزارت له لمړیتوبونو څخه ګڼلې او په وینا یې د وقایوي خدماتو تر څنګ د لمړنیو روغتیایي خدماتو پر پراختیا مو هڅې جریان لري.

دغه‌راز ښاغلي وزیر د واکسین برخې ستراتیژۍ او د روغتیا ملي ستراتیژۍ یادونه کړې، چې په نږدې کې به ورستۍ او د عمل لپاره به له ټولو سره شریکه شي.

 ورته مهال یاد پلاوي د ذکر شویو موضوعاتو اړوند خپل نظریات شریک کړی او ویلي یې دي؛ یې چې په دې برخه کې به خپل اړین اقدامات وکړي.

د دوی په وینا، افغانستان لا هم د ګاوي لپاره لمړیتوب لري چې د روغتیا او معافیت برخه کې به له دوی سره دوامداره همکاري ولري.