ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د صنعت او سوداګرۍ وزیر د قزاقستان هېواد د ترکستان ولایت له والي سره لیدنه کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي قزاقستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د ترکستان ولایت له والي نورالخان کشراوف سره لیدنه کړې.

صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، په دې لیدنه کې د ترکستان والي له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه د یوه ازاد سوداګریز زون د جوړولو لپاره د اقداماتو یادونه کړې او په راتلونکي کې یې د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی.

ورته مهال د صنعت او سوداګریز وزیر د ترکستان والي ته بلنه ورکړې، چې د همکارۍ د لا زیاتو فرصتونو د لیدنې په موخه افغانستان ته سفر وکړي او د سوداګرۍ په راتلونکو کنفرانسونو او نندارتونونو کې ګډون وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په وینا، نورالدین عزیزي دغه راز په دې سفر کې په شیمکنت ښار او ترکستان کې له یو شمېر کارخونو او صنعتي پارکونو څخه هم لیدنه کړې او د تجربو پر شریکولو، د ټکنالوژۍ پر لېږد او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او صنعتي همکاریو پر پراختیا یې ټینګار کړی دی.