د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان تېره ورځ (دوشنبه، د اکټوبر ۲۷مه) په انقره کې د برېتانیې له لومړي وزیر کېایر سټارمر سره د «یوروفایټر تایفون» جنګي الوتکو په برخه کې د دوه اړخیزو همکاریو هوکړهلیک لاسلیک کړ.
ترکي رسنیو راپور ورکړی چې د دې هوکړهلیک له مخې، ترکیه له برېتانیې څخه د ۱۰.۷ میلیارده ډالرو په ارزښت ۲۰ دانې «تایفون» جنګي الوتکې پېري.
رجب طیب اردوغان د دغه هوکړهلیک له لاسلیک وروسته ویلي، ترکیه په پام کې لري چې له برېتانیا سره د خپلې سوداګرۍ کچه ۴۰ میلیارده ډالر ته لوړه او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.

