ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نورالدین عزیزي د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال او د ملي اقتصاد له وزیر سره وکتل

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي قزاقستان ته د سفر په ترڅ کې د دې هېواد د لومړي وزیر له مرستیال او د ملي اقتصاد له وزیر سریک ژومانګرین سره وکتل.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، دې کتنه کې دواړو لوریو د سوداګریزو اړیکو پر پراختیا او دوه اړخیزې سوداګرۍ د حجم پر زیاتوالي ټینګار وکړ او د نفتو، غنمو، اوړو او د یو شمېر نورو خوراکي توکو په برخه کې د همکاریو د پراختیا غوښتونکي شول.

په دې کتنه کې د کرنیزو توکو صادرات په ځانګړې توګه له افغانستان څخه قزاقستان ته د پنبې صادرات د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ د لومړیتونو په توګه یاد شول.

د یاد وزارت په وینا، دواړو لوریو د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د دوه‌ اړخیزو همکاریو نقشې د عملي کولو پر موضوع هم ټینګار وکړ، چې موخه یې په راتلونکو کلونو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ کچه تر درې میلیارد ډالرو لوړول دي.

نورالدین عزیزي په دې کتنه کې د افغانستان پانګونې د فرصتونو په معرفي کولو سره په الماتا ښار کې د افغانستان محصولات د پلور مرکز د پرانیستلو او د افغانستان په بنسټیزو پروژو کې د قزاقستان د پانګونې غوښتونکی شو.