استانبول کې د افغانستان او پاکستان تر منځ مذاکرات د پاکستاني لوري د غیرې منطقي غوښتنو له امله پرمختګ نه کوي.
په دې مذاکراتو کې پاکستاني لوري له افغانستان څخه غوښتي، چې په پاکستان کې د کېدونکو بریدونو د نه کېدو تضمین ورکړي.
د افغانستان پلاوي بیا ویلي، چې ټي ټي پي د پاکستان کورنۍ او پخوانۍ ستونزه ده، خو افغانستان حکومت ژمن دی، چې د افغانستان خاوره به پاکستان او یا بل کوم هېواد پر وړاندې نه کارول کېږي.
دغه راز افغان پلاوي له پاکستان لوري غوښتي، چې پخپله خاوره کې دې داعش او نورو ډلو ته اجازه نه ورکوي، چې افغانستان کې تخریبي بریدونه وکړي، دغه هېواد به د افغانستان هوایي حریم نه نقض کوي او سیاست او سوداګري دې سره بېل کړي.

