ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

شیخ ندا محمد ندیم: اسلامي امارت د هېوادوالو معیاري دیني او عصري زده‌کړو ته ژمن دی

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر په دغه وزارت کې د اسلامي همکاریو سازمان (OIC) تر چتر لاندې د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ له پلاوي سره وکتل.

وروسته د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ عمومي منشي او د یاد پلاوي مشر پروفیسور دوکتور داتؤ قطب مصطفی سانو قدرمن امیرالمؤمنین حفظه الله او ټولو افغانانو ته د فتحې مبارکي وویله.

نوموړي زیاته کړه: «اوسمهال په افغانستان کې سراسري امنیت دی، اقتصادي حالت د ښه کېدو په حال کې دی او اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې ډېرې لاسته راوړنې او پرمختګونه درلودل، چې یاد پرمختګونه د قدرمن امیرالمؤمنین حفظه الله د ښې رهبرۍ په پایله کې تر لاسه شوي دي.»

دغه راز د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ عمومي منشي او د یاد پلاوي مشر د تحصیل او په ځانګړي ډول د ښځو د تحصیل پر اړتیا خبرې وکړې او په دې برخه کې یې خپلې مشورې وړاندې کړې. نوموړي د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ په استازیتوب د افغانستان د تعلیم او تحصیل د پرمختګ لپاره هر ډول همکارۍ ته تیاری وښود.

وروسته د لوړو زده کړو سرپرست وزیر شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم د اسلامي فقهې نړیوالې اکاډمۍ پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ، د افغانستان د فتحې په اړه د یاد پلاوي له نېکو څرګندونو څخه مننه وکړه او د افغانستان د جهاد بریا او فتحه یې ټول اسلامي امت ته منصوبه کړه چې فتحه تنها د افغانانو په لاس نه بلکي ټول مسلمه امت پکي شریک دي

د لوړو زده کړو سرپرست وزیر یاد پلاوي ته د افغانستان د روان تحصیلي نظام په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه چې اسلامي امارت د هېوادوالو معیاري دیني او عصري زده کړو ته ژمن دی او په دې برخه کې ډېرې لاسته راوړنې لري.

همدارنګه د لیدنې په پای کې د یاد پلاوي غړو د لوړو زده کړو له سرپرست وزیر څخه د لوړو زده کړو اړوند او د ښځو د تحصیل پوښتنې وکړې، چې سرپرست وزیر یاد پلاوي ته قناعت بخشه ځوابونه وویل او له هغوی څخه وغوښتل چې همېشه خپلې نېکې مشورې ورسره شریکې کړي.