د افغانستان اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر مولوي نور جلال جلالي سعودي عربستان ته د خپل رسمي سفر په جریان کې د ریاض حطین سیمې له بنسټیز روغتیايي مرکز څخه لیدنه کړې.
نوموړي د دې لیدنې پر مهال د یاد روغتیايي مرکز له اداري او تخنیکي کارکوونکو سره خبرې کړې او د دې مرکز د وقایوي، معالجوي او تشخیصیه خدماتو د نوعیت په اړه یې له روغتیايي کارکوونکو څخه معلومات تر لاسه کړي دي.
د عامې روغتیا وزیر ویلي: “موږ له اوږدې مودې وروسته په هېواد کې د لومړي ځل لپاره د خپلو لومړنیو او ثانوي خدماتو ریفورم پیل کړی، چې د ولسوالیو په کچه پیاوړی روغتیایي سیسټم رامنځته کړو او د ګاونډیو او سیمهییزو هېوادونو روغتیایي سیسټمونه او د دوی د روغتیایي خدمتونو د موثریت، معلوماتو ارزونې او تحلیل وروسته په خپلو لومړنیو او ثانوي خدماتو ښه والي او پرمختګ کې ترې اغېزمنه ګټه پورته کړو، تر څو وکولای شو د ناروغیو د خپرېدو حالت او د نفوس د شمېر او بدلونونو په پام کې نیولو سره د خلکو له اړتیاوو سره سم عصري او اغېزمن روغتیايي خدمتونه برابر کړو.”
ښاغلي جلالي زیاته کړې، چې د روغتیا په برخه کې د عصري ټکنالوژۍ له امله ډېر بدلونونه او نوښتونه رامنځته شوي او په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت خپلې کړنې جاري ساتي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د دې تجربو او معلوماتو په شريکولو سره به وتوانېږو، د هېواد روغتيايي نظام د اوسنیو اړتیاوو او غوښتنو سره سم تنظيم کړو، چې پایله کې به یې د ناروغیو مخنیوی، کنټرول او پر وخت درملنه کېږي.

