د افغانستان برېښنا شرکت لوی اجرائیوي رییس ډاکټر عبدالباري عمر او مل تخنیکي پلاوی د ترکمنستان انرژۍ، ساختمان، صنعت او کیمیاوي موادو ۲۰۲۵ (CIET) اړوند لوی نړیوال کنفرانس کې د ګډون په موخه ترکمنستان ته سفر وکړ.
په یاد کنفرانس کې به د برېښنا انرژۍ د بېلابېلو اړخونو په اړه بحث کېږي او په اړوند نندارتون کې به د برېښنا لېږد او شبکو برېښنايي عصري تجهیزات نندارې ته وړاندې کېږي.
ټاکل شوې ده، چې ډاکټر عبدالباري عمر او مل پلاوی به د کنفرانس په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو برېښنا انرژۍ سکټور له لوړ پوړو مسولینو سره لیدنې وکړې او د بېلابېلو موضوعاتو او د همکاریو د پیاوړتیا په اړه به خبرې ورسره وکړي.

