ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د سمنګان – بلخ لویه لار د ترافیکو پرمخ بېرته پرانیستل شوه

ټولګټو وزارت خبر ورکړی، د سمنګان – بلخ لویه لار، چې د تېرې شپې د زلزلې او غر ښویېدنې له امله د تاشقرغان تنګي په سیمه کې د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه، د سمنګان ولایت د ټولګټو ریاست او د ملي دفاع وزارت د پرسونل په همکارۍ بیرته پرانیستل شوه.

د یادونې وړ ده، چې تېره شپه شاوخوا یوه بجه زلزله رامنځ ته شوې وه او د پیښې سره هم مهاله  (۱:۳۰) د سمنګان ولایت د ټولګټو ریاست پرسونل د یاد مسیر د پرانیستلو په موخه د یاد ولایت سیاد او تاشقرغان تنګي سیمو ته رسیدلي وو او د ملي د فاع وزارت به همکارۍ یې یاد مسیر د ترافیکو پرمخ بېرته پرانیسته.

 ټولګټو وزارت تل هڅه کوي، چې درنو هېواد والو ته د تګ او راتک لپاره لويې لارې او سړکونه پرانیستي وساتي.