د اقتصادي کمېسیون د تخنیکي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشتې په ۱۲مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.
د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايي، چې دې غونډې ته د کانونو او پټرولیم وزارت له لوري د کان کیندنې پروژو کې له کورنیو سرچینو څخه د ګټې اخیستنې پالیسۍ مسوده د بحث لپاره وړاندې شوه.
یاد معاونیت زیاته کړه، چې له هراړخیزې ارزونې وروسته یاده مسوده د تایید وړ وبلل شوه او د نهايي تصمیم نیونې لپاره اقتصادي کمېسیون ته وړاندې شوه.
اقتصادي معاونیت په وینا، د دې پالیسۍ په پلي کولو سره به د کان کیندنې برخې د کاري ځواک فني او حرفوي مهارتونه لوړ شي، د کان کیندنې په پروژو کې به دوامداره کاري فرصتونه رامنځته شي، په پروژو کې به له کورنیو سرچینو څخه ګټه اخیستنه زیاته او پر وارداتو به تکیه راکمه او همداراز به د کورنیو صنایعو او سیمه ییز اقتصاد ودې ته زمینه برابره شي.
همداراز په دې غونډه کې د یوشمېر نورو موضوعاتو په اړه هم بحث ترسره او په اړه یې اړوندو ادارو ته اړینې سپارښتنې وشوې.

