د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سوریې ولسمشر احمد الشرع تېره ورځ (دوشنبه، د نوامبر ۱۰مه) په سپینه ماڼۍ کې لیدنه کړې.
د سوریې د ولسمشرۍ ماڼۍ د بیانیې له مخې، دې لیدنه کې احمد الشرع او ټرمپ د دوه اړخیزو اړیکو او د دې اړیکو د پراختیا، د ګډو نړیوالو اندېښنو او د نورو نړیوالو او سیمهییزو مسایلو په تړاو خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې، ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې له احمد الشرح سره له لیدنې وروسته پر سوریې لګېدلي بندیزونه لغوه کړي دي.
د احمد الشرع دغه سفر داسې مهال شوی، چې نوموړي تر دې وړاندې د تلې میاشت کې د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ کې د وینا لپاره هم امریکا ته سفر کړی و.

