د نشهيي توکو پر وړاندې د مبارزې مرستیال شیخ محمد قاسم خالد په خپل کاري دفتر کې قطر لپاره د اسلامي امارت له سفیر محمد سهیل شاهین سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې ښاغلي خالد وویل، چې اوس مهال په هېواد کې د نشهيي توکو کښت، پلور او قاچاق تر صفر کچې راټیټ شوی او په بشپړه توګه د دې پدیدې د لهمنځه وړلو په موخه ګړندۍ هڅې روانې دي.
په قطر کې د اسلامي امارت سفیر له نشهيي توکو سره د جدي مبارزه د ستاینې وړ وبلله او دا یې د اوسني اسلامي نظام له مهمو لاسته راوړنو څخه یاده کړه.
ښاغلي شاهین زیاته کړه، اسلامي امارت ژمنه کړې وه، چې د نشهيي توکو کښت، پلور او قاچاق به صفر ته راټيټوي، اوس دا ژمنه عملي شوې ده او نړیوال باید د معتادینو د درملنې او د بزګرانو د بدیل عاید د برابرولو په برخه کې مرستې وکړي.

