ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

بهرنیو چارو وزارت په نوي ډیلي کې د تېر ماښام چاودنه وغندله

بهرنیو چارو وزارت د هند په پلازمېنه نوي ډیلي کې د تېر ماښام چاودنه چې له امله یې یو شمېر ملکي وګړي ټپیان او ووژل شول، په کلکه وغندله.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي د بیانیې په خپرولو سره د قربانیانو له کورنیو، د هند له دولت او ملت سره خواخوږي ښودلې او ټپیانو ته یې د عاجلې شفا غوښتنه کړې ده.