ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه؛ د پانګونې پر یو شمېر طرحو بحث شوی

د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې نوبتي غونډه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۰مه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.

د ریاست الوزا اقتصادي معاونیت وایي، غونډې ته د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د دوه استوګنیزو او سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو طرحې د بحث لپاره وړاندې شوې.

یاد معاونیت زیاتوي، له مفصل بحث وروسته یادې طرحې اړوندو ادارو ته وړاندې شوې او مسوولینو ته یې دنده وسپارل شوه، څو د یادو طرحو هراړخیزه ارزونه ترسره او راپور یې په ټاکلي وخت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.