د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند تېره ورځ د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره د سوداګریزو اړیکو د پایداره مدیریت، په سوداګریز ډګر کې د افغانستان د ستراتيژیک پايښت، د ولس د درناوي او د هېواد د سیاست د خوندي ساتلو په موخه په جوړه شوې غونډه کې ګډون او وینا وکړه.
په دغه غونډه کې د بېلابېلو امارتي ادارو مسولینو، سوداګرو، پانګوالو او صنعتکارانو کډون کړی وو.
ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، سیمهییزه او نړیواله سوداګري د ټولو هېوادونو ګډه اړتیا ده او هېڅ ډول مشروع سوداګریزې اړیکې باید د نامعقولو سیاستونو ښکار نشي.
نوموړي زیاته کړه، له بده مرغه په نني عصر کې دا یو معمول ګرځېدلی، چې سوداګريزې اړیکې، لارې، اقتصادي بندیزونه او د کډوالو غیرې شرعي او غیرې بشري زورونه د سیاسي نامعقولو وسیلو په توګه کارېږي؛ ترڅو په مطلوب هېواد باندې سیاسي فشارونه زیات شي، خو افغانستان اوس مهال د خپلو صادراتو او وارداتو لپاره بېلابېلو لارو او دهلیزونو ته لاسرسی لري، ټوله تکیه مو یوازې په یو ځانګړي هېواد نه ده او د سیمې او ګاونډیو هېوادونو سره مو د تېر په پرتله سوداګریزې اړیکې پياوړي شوې دي.
ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، بديلې لارې زموږ هېواد په عملي توګه له اقتصادي او سیاسي فشارونو ژغوري.
نوموړي زیاته کړه، بديلو لارو او مناسبو پالیسیو په وسیله الله تعالی له هغه حالته ایستلي یو، چې د یوه مسیر له بندېدو سره به مو په هېواد کې د توکو قیمتونه لوړېدل.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستال څرګنده کړه، د افغانستان اسلامي امارت په مسلسله توګه هڅه کوي، چې د سیمهییز او نړیوال اتصال لپاره نوې بدیلې لارې هم رامنځته کړي او شته بدیلې لارې له زیربنايي او تخنیکي اړخه معیاري او با ظرفیته کړي.
ښاغلي برادر اخوند زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امارت تل له ګاونډیو هېوادونو سره د اقتصاد محوره سیاست په چوکاټ کې سالمې سوداګریزې اړیکې پاللې دي او تل به یې پالي؛ خو که نور هېوادونه زموږ له معقول سیاست څخه ناوړه ګټه اخلي، بیا موږ هم مجبور یو، چې په بدیلو لارو فکر وکړو.
ملا عبدالغني برادر اخوند په پاکستان باندې د سوداګرۍ د تکیې کمولو لپاره صنعتکارانو او سوداګرو ته په خطاب کې وویل، د پاکستان پر ځای دې له نورو بدیلو لارو سوداګرۍ ته مخه کړي.
نوموړي زیاته کړه، دې لارې نه یوازې زموږ سوداګر زیانمن کړي، بلکې بازارونه او عام ولس یې هم له ستونزو سره مخ کړی دی.
اقتصادي مرستیال له ټولو سوداګرو څخه په ټینګار وغوښتل، چې د صادراتو او وارداتو بدیل انتخابونه ژر عملي کړي، ترڅو صادرات او واردات له خنډ او ځنډ سره مخ نشي.
ښاغلي برادر اخوند وویل، هغه توکي، چې تر اوسه مو په پاکستان کې اخیستل، د اخیستلو او واردولو لپاره یې د نورو هېوادونو او بازارونو د لټون هڅې وکړئ.
نوموړي زیاته کړه، که له دې وروسته هم سوداګر مالونه د پاکستان له لارې واردوي او یا یې صادروي، د ستونزو د رامنځته کېدو په صورت کې یې اسلامي امارت هېڅ ډول ستونزو ته رسېدنه نه کوي او نه یې غږ اوري.
ملا عبدالغني برادر اخوند له پاکستان څخه د دوا واردوونکو څخه په ټینګار وغوښتل، چې خپل واردات له نورو هېوادونو او نورو لارو څخه ترسره او ژر تر ژره له بدیلو لارو استفاده وکړي.
نوموړي ټولو سوداګرو ته په خطاب کې وویل، په درې میاشتو کې دې خپل ټول حسابونه له پاکستان سره تصفیه او کار دې را ونغاړي.
د ریاست الوزرا اقتصادي مرستال زیاته کړه، پاکستان په کراتو د سوداګرۍ پر مخ لارې تړلې، له سوداګریزو او بشري مواردو یې سیاسي ګته اخیستې او د دواړو هېوادونو سوداګر او صنعتکاران یې متضرر کړي دي، د دوی د یادو کړنو له امله اسلامي امارت دا پرېکړې وکړې.
ملا عبدالغني برادر اخوند وویل، که پاکستان د لارو خلاصېدل غواړي، په داسې کلکو او معتبرو تضمینونو به ورسره خلاصیږي، چې په هېڅ ډول حالاتو او شرایطو کې یې بیا ونه تړي.
نوموړي په پای کې د مالیې وزارت مسولینو ته لارښوونه وکړه، چې له درېیو میاشتو وروسته له پاکستان څخه واردېدونکې دوا محصول نه کړي او هېچا ته یې د واردولو اجازه ور نه کړي.

