ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د پنجشېر پارندې برېښنا بند ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه


د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم میاشتې په ۲۲مه نېټه د پنجشېر پارندې برېښنا بند ګټې اخیستنې ته وسپارله.

ملا عبدالغني برادر د صنعت د پرمختګ لپاره برېښنا اړینه وبلله او ویې ویل، چې افغانستان له کونړ سیند نیولې د هلمند او فراه تر پراخو لمر لرونکو دښتو او د هرات او نیمروز تر چټکو بادونو پورې د برېښنا تولید لپاره بې شمېره سرچینې لري.

نوموړي زیاته کړه، د برېښنا په برخه کې ځان‌بسیاینې ته رسېدل اسلامي امارت په خپلو لومړیتونو کې نیولي او په دې برخه کې اساسي هڅې کوي.

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال په وینا، د برېښنا په برخه کې پر ځان‌بسیاینې کېدو سره به افغانستان د بې کیفیته وارداتو پر ځای باکیفیته توکي بهر ته صادروي او هېواد ته به د پانګې راتلو دروازې پرانیستل شي.

په پای کې ملا عبدالغني برادر اخوند پر ټولو سوداګرو او پانګوالو غږ وکړ، چې په افغانستان کې د صنعت او په ځانګړي ډول د برېښنا د تولید په برخه کې پانګونه وکړي او اسلامي امارت ډاډ ورکوي، چې هر ډول اسانتیاوې ورته برابروي.

د یادونې وړه ده، د پنجشېر پارندې برېښنا تولیدي کارخونه څلور مېګاواټه برېښنا تولیدوي، چې تر ډېره به د دغه ولایت د اوسېدونکو د برېښنا ستونزې ورسره حل شي.