ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

افغان پلاوي د اوزبېکستان د ټرانسپورټ او لوجستیک نړېوال نندارتون او فورم کې ګډون کړی

د افغانستان ټولګټو چارو وزارت د رېل پټلۍ مرستیال مولوي محمد اسحاق صاحب‌زاده په مشرۍ د اسلامي امارت پلاوي د اوزبېکستان په پلازمېنې تاشکند ښار کې ټرانسپورټ او لوجستیک نړېوال نندارتون او فورم کې ګډون وکړ.

ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حق شناس وایي، د دغه نندارتون په څنډه کې افغان پلاوي د متحده عربي اماراتو، قزاقستان او اوزبیکستان د اوسپنې پټلۍ ادارو له مسولینو او افغان-ټرانس پروژه کې د شاملو هېوادونو له استازو سره جلا جلا لیدنې وکړې.

په دې لیدنو کې د هرات- کندهار رېل پټلۍ جوړولو، له چین څخه د افغانستان سوداګریزو توکو د ترانزیټي نرخونو برخه کې په تخفیف او سوداګریزو اسانتیاوو او اړوندو نورو موضوعاتو هم خبرې وشوې.

د یادونې وړ ده، دغه نندارتون چې د نومبر میاشتې له ۱۱مې تر ۱۳ مې یې دوام وکړ اړونده برخه کې لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې شوې.