د خوست والي مولوي عبدالله مختار د علي شېر او تریزایي ولسوالیو په اوږدو کې له فرضي کرښې لیدنه کړې.
د خوست والي په دغه لیدنه کې د یادو ولسوالیو مسوولینو او منسوبینو ته ویلي، چې د وطن او ولس دفاع یوه مقدسه دنده ده.
ورته مهال د یادو ولسوالیو مسوولینو او منسوبینو هم ډاډ څرګند کړی، چې په هر ډول شرایطو کې د وطن او ولس دفاع ته چمتو دي.

