په استانبول کې د صنعت او سوداګرۍ وزارت سوداګریزې اتشې سید حماد هاشمي، د “ASEL GROUP” له رییس یونس اته، سره د «حلال اکسپو» نړیوال نندارتون په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي هاشمي ویلي، په یاد نندارتون کې د افغان سوداګرو ګډون به د افغانستان او ترکیې ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي او له نورو اسلامي هېوادونو سره به اقتصادي همکاریو ته لاره هواره کړي.
په دغه نندارتون کې د افغانستان ۴۴ سوداګر ګډون کوي او د افغانستان د صادراتي توکو لپاره ۹ غرفې ځانګړې شوي، چې زعفران، قیمتي او نیمهقیمتي ډبرې، لاسي صنایع، وچه میوه، غالۍ او نور توکي به پکې نندارې ته کېښودل شي.
یاد نندارتون د روانې میاشتې له ۲۶ تر ۲۹ نېټې پورې په استانبول ښار کې د “ASEL GROUP” شرکت له لوري جوړېږي.

