نا پېژانده وسلهوالو د پاکستان د پنجاب ایالت په اختر اباد ښار کې د داعش خراسان څانګې مهم قومندان چې په زید مشهور و، وژلی دی.
نوموړی د داعش خراسان ډلې له مهمو قومندانانو څخه و، چې د افغانستان په ختیځ زون کې یې په ځینو ورانکارو فعالیتونو کې ګډون کړی و.
د یادونې وړ ده، چې څه موده وړاندې د خیبرپښتونخوا په پېښور ښار کې هم د داعش یو مهم غړی وژل شوی و.

