له افغانستان سره د لارو بندېدو وروسته د پاکستان په بازارونو کې له افغانستان څخه د صادرېدونکو مېوو بیې په بېسارې توګه لوړې شوې دي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، اوسمهال د پاکستان په بازارونو کې یو من انار په ۸ زره او ۴۰۰ کلدارو او یو من انګور بیا په ۷ زره کلدارو پلورل کېږي.
په پاکستان کې د مېوو او سبزیجاتو پلورونکي او پېردونکي له افغانستان سره د سوداګریزو لارو بندېدو وروسته د بییو د بې ساري لوړېدو څخه شکایت کوي.
څه موده وړاندې اسلامي امارت اعلان وکړ، چې له پاکستان سره سوداګریزې اړیکې راکموي او افغان سوداګرو او صنعتکارانو ته یې لارښوونه وکړه، چې د پاکستان د سوداګریزو لارو پر ځای بدیلې لارې ولټوي.

