د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان تېره ورځ (سېشنبه، د نوامبر ۱۸مه) په سپینه ماڼۍ کې لیدنه کړې.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی؛ چې په دې لیدنه کې محمد بن سلمان ویلي، سعودي عربستان په امریکا کې د خپلې پانګونې کچه له ۶۰۰ میلیاردو څخه یو تریلیون ډالرو ته لوړوي.
د راپور له مخې، دغه راز دواړو لوریو د مصنوعی ځېرکتیا په برخه کې یو هوکړه لیک او د کاني توکو په برخه کې د همکارۍ یو چوکاټ هم لاسلیک کړ.
ورته مهال سپینې ماڼۍ ویلي، چې ټرمپ پر سعودي عربستان د F-35 جنګي الوتکو پلورل تایید کړي او سعودي عربستان هم د ۳۰۰ امریکايي ټانکونو د پېرلو پر سر هوکړه کړې ده.

