ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نورالدین عزیزي: اسلامي امارت د افغانستان د ځان‌بسیاینې او صنعتي پرمختګ پر لور پیاوړي ګامونه اخيستي

د افغانستان اسلامي امارت د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي، تېره شپه د امام ابو حنیفه‌(رح) څلورم ملي او نړیوال نندارتون په څنډه کې د افغانستان، ایران او اوزبېکستان د خصوصي سکتور ترمنځ د سوداګریز تواصل په کنفرانس کې ګډون او وینا وکړه.

د صنعت او سوداګرۍ وزیر ویلي، اسلامي امارت په متوازن سیاست، د افغانستان اقتصادي پرمختګ او صنعتي کولو ته په پاملرنې سره د ځان‌بسیاینې پر لور پیاوړي ګامونه پورته کړي او هره ورځ په هېواد کې د نوې کارخونې د پرانیستل کېدو شاهدان یو.

نورالدین عزیزي ویلي: «یوازې د صنعتي پارکونو لپاره څه باندې ۱۶۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې او اوس مهال په ټول هېواد کې څه‌باندې شپږ زره کارخونې په بېلابېلو برخو کې فعالیت لري. دغه‌راز، یوازې په تېرو درېیو میاشتو کې څه باندې ۴۰۰ شرکتونو ته ځمکه ویشل شوې ده.»

دغه‌راز نوموړي د کنفرانس له ګډونوالو غوښتي، چې په سوداګریزو ناستو کې فعاله ونډه واخلي او هڅه دې وکړي، چې د خپلو هېوادونو د خلکو په ګټه عملي تړونونه لاسلیک کړي.

ښاغلي عزیزي په کنفرانس کې حاضرو پانګوالو ته هم بلنه ورکړې، چې په بشپړ ډاډ سره په افغانستان کې پانګونه وکړي.